۱۳۸۸ خرداد ۳۰, شنبه

سوات د بنسټپالۍ په اور كې بلهاري كيږي



د امريكا او انګليس د پلان له مخې د "ترهګرۍ ضد جګړې" د اور لمبې د افغانستان له پولو څخه لومړى شمالي او جنوبي وزيرستان، بيا باجوړ، خير ايجنسي، مهمندايجنسي او اوس سوات ته رسيدلي دي. د سوات ستراتيژيكه دره چې د اسلام آباد په ۸۰ ميلي كې موقعيت لري دا مهال د هغو طالبو بنسټپالو په لاس كې ده چې د القاعده سره ډيرې نژدې اړيكې لري.
د ترهګرۍ ضد جګړه چې د ترهګرو د نابودولو په پلمه پيل شوى، پر هغو ناوړو موخو ودريدلې ده چې يوازې بنسټپالان يې پلي كولاې شي او له همدې امله په دې سيمه كې بنسټپالي ورځ تر بلې په پراخيدو ده او انګلستان او امريكا چې په سيمه كې دوه غښتلي امپرياليستي ځواكونه دي له دې جګړې څخه د خپلې امپرياليستي ستراتيژۍ لپاره كار اخلي. انګلستان په لټه كې دى چې باجوړ، سوات، جنوبي او شمالي وزيرستان، خيبر او مهمند ايجنسيانې او نورې قبايلې سيمې ټولې طالبانيزه كړه او خپل مذهبي مرييان د امپرياليستي تګلارې د پلي كولو لپاره وكاروي. امريكا هم په سيمه كې خپلې ځانګړې ګټې لري چې كله د بنسټپالۍ په پياوړي كولو او كله هم د سيكولارانو په برياليتوب سره، نه غواړي دا ډګر يوازې انګلستان ته پريږدي.
كه څه هم انګلستان او امريكا په نړيواله كچه يو واحد ښكيلاكي سياست مخې ته وړي او دواړه هڅه كوي چې خپلې امپراتوريانې پراخه كړي، خو د ګټو خونديتوب هغه چاره ده چې دا ښكيلاكي سياست په ځينو حالاتو كې په متضاد امپرياليستي سياست اړوي او دا متضاد سياست په سيمه كې د شته ارتجاعي ځواكونو څخه د ملاتړ په بڼه كې راڅرګنديږي. په قبايلي سيمو كې كه له يوې خوا امريكايي پوځونه د بي پيلوټو الوتكو په مټ بمباري كوي، له بلې خوا انګلستان د خپلو پخوانيو ګټو په پام كې نيولو سره غواړي دا سيمې د بنسټپالانو د پياوړتيا له لارې په خپلو منګلو كې ولري او د ديموكلس د توري په شان يې وكاروي.
دواړه امپرياليستي سياستونه د ترهګرۍ او بنسټپالۍ د پراخيدو لامل شوي دي. په افغانستان كې د انګلستان او امريكا همدا ناوړه سياست سبب شوى چې دولتي بنسټپالي (جنګسالاران) او نادولتي بنسټپالي (طالبان) غښتلي شي؛ په پاكستان كې نه يوازې صوبه سرحد او صوبه بلوچستان بلكې پنجاب او آن سند د بنسټپالۍ خواته ودرومي او د دې هيواد څه باندې يو پر پنځم مساحت عملا د بنسټپالۍ په اور كې وسوځي، د ايراني آخوندي حضور پياوړى شي، په عراق كې كوچنې او لوې بنسټپاله ډلې زور ومومي، په فلسطين كې بنسټپالان د فلسطينيانو آزادي بخښونكي هيلې په خاورې بدلې كړي، په لبنان كې حزب الله پياوړې شي او سويلي آسيا په ټوليزه توګه د شخړو او كشالو سره مخامخ شي.
د همدغه امپرياليستي سياست له مخې، د سوات دره چې څو كاله مخكې يوه آرام او د كورنيو او نړيوالو سيلانيانو لپاره يوه ډاډمنه سيمه ګڼل كيده، اوس د اور په لمبو كې سوځي. د سوات طالبانو چې مشري يې مولانا فضل الله كوي په ۲۰۰۷ كال كې د شريعت د تطبيق په نامه په دې دره كې د پاكستان له حكومت سره جګړه پيل كړه چې د ۱۲۰۰ كسانو د وژل كيدو، د څه باندې ۳۵۰ زره كسانو د كډوالۍ او د انجونو د ۲۰۰ ښوونځيو د تړلو لامل شوه.
په داسې حال كې چې مولانا صوفي محمد (د مولانا فضل الله خسر) د انجونو څه باندې ۲۰۰ ښوونځي تړلي دي او دموكراسي د لويديځ يوه شيطاني پديده ګڼي؛ د پاكستان سكيولر ګوند، ملي عوامي ګوند، د يو تړون له مخې د صوفي محمد غوښتنو ته په ګونډو شو او په دې توګه يې د سوات خلك او ولس هغه شيطان ته وسپارل چې كلونه مخكې يې باجوړ د "تورپټكو" په اور كې سوځولې و. د ملي عوامي ګوند "سره اغوستنكو" رهبرانو سوات هغه مرتجع "تورپټكو" ته وسپارو چې دا دره يې دم ګړۍ په منځني پيړۍ كې ودرولى ده او دا كار ښكاره كوي چې سركاري ګوندونه نه د ولس د خدمت تابيه لري او نه هم ورته د ولس برخليك كوم ارزښت لري. دا ډول ګوندونه چې د سيكولريزم او پرمختګ پيښې كوي، يوازې د خپل خانخاني او د ښكيلاكګرو بادارانو د ګټو د خونديتوب په لټه كې دي او هره ګړۍ حاضر دي چې د خلكو پر ژوند قمار ووهي، او ملي عوامي ګوند د دې قماروهونكو يوه ښكاره څيره ده.
كه څه هم په دې وروستيو كې د پاكستان ولسمشر يوځل بيا اعلان وكړ چې د تندلارو بنسټپالو سره به جوړجاړى ونكړي او په ځانګړي توګه په سوات كې به اجازه ورنكړي چې د انجوني ښوونځي وتړل شي، خو د پاكستان په استخباراتي ادارو كې د بنسټپالو رغنده شتون او له دې ادارو څخه د امريكا او انګليس ښكاره ملاتړ او صوفي محمد ته د زرداري حكومت تسليمدل په ښكاره توګه ښيي چې دا يوازې لاپې او شاپې دي او څه چې دم ګړۍ په پاكستان كې پلي كيږي د پاكستان د بادرانو(انګلستان او امريكا) له سياست سره سم پلي كيږي او دا سياست به د القاعدې په ګټه دوام ولري.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر