۱۳۸۸ خرداد ۲۶, سه‌شنبه

"نړیواله ټولنه»، دوستان که دښمنان؟

د سپټامبر د یولسمې نیټې وروسته، زمونږ هیواد د «نړیوالې ټولنې» لخوا ونیول شو. د بن د ناستې سره سم د «نړیوالې ټولنې» په پخلنځي کې د جهادیانو، خلقیانو او پرچمیانو او د لویدیځ پلوه تکنوکراتانو آش پوخ او زمونږ خلکو ته وړاندی شو.

دې لاسپوڅو په تیرو اوو کلونو کې هڅه کړی چې د «نړیوالې ټولنې» اصطلاح زمونږ په سیاسي فرهنګ کې دود کړي او خلکو ته داسې وښيي چې ګواکې «نړیواله ټولنه» زمونږ دوستان دي او ښایي چې د درناوی په سترګه ورته وکتل شي. د «نړیوالې ټولنې» افغاني ایډیولوګان کوښښ کوي چې خپل نړیوال ملګري زمونږ د خلکو په ذهنیتونو کې د دموکراسۍ اتلان او د مدنی ټولنې پهلوانان انځور کړي.


دولتي چارواکي او د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري چارو ځینې کارپوهان او فرهنګیان، لیکوالان او حتی ځینې عادي وګړي په ویاړ سره په خپلو خبرو کې « د نړیوالې ټولنې د دوستانو» عبارت کاروي، څه چې په سیاسي فرهنګ کې ورته نړیوال امپریالیزم ویل کیږي. دا چارواکي، شنونکي او کارپوهان کوښښ کوي چې د امپریالیزم اصطلاح د سیاسی فرهنګ څخه وکاږي او پر ځای یې « نړیواله ټولنه» دود كړي او په بیشرمۍ سره «نړیواله ټولنه» زمونږ د هیواد دوستان ګڼي.

«نړیوالې ټولنې» یا هماغه امپریالیزم، په تیرو اوو کلونو کې داسې کانی ږمونږ د وطن سره کړي دي، چې د هر افغان کرکه یې راپارولی ده او هغې ته د دښمن په سترګه ګوري، څه چې یوازې جهادیان او تکنوکراتان یې خپل ملګری بولي:

« نړیوالې ټولنې» یا هماغه امپریالیزم، په تیرو اوو کلونو کې زمونږ د هیواد د نیواک سره جوخت داسې یو ناوړه کمپرادور ـ فیوډالي حکومت زمونږ پر خلکو وتپو چې له جنایت او خیانت پرته د بل څه فکر نلري. همدې «ټولنې» یو ځل بیا د جنایت، تیري، لوټنې او وژنې ډایناسوران لکه سیاف، رباني، خلیلي، محقق، قانوني، فهیم، دوستم او ... چې د ځنکندن په حال کې و، راژوندي او زمونږ د خلکو د داړلو لپاره یې میدان ته کړل، دې خونړیو ډایناسورانو د لاسپوڅو تکنوکراتو سره یوځای د ستراتیژیک تړون په لاسلیک کولو سره، زمونږ هیواد د خپلو «نړیوالې ټولنې د دوستانو» پښو ته بلهاري کړ.

«نړیوالې ټولنې» په تیرو اوو کلونو کې د فساد، اختلاس، نشه ای توکو، درویزګرۍ، بدلمنۍ، بیوزلۍ، وزګارتیا، نا امنۍ او د بمبارۍ لپاره هلې ځلې کړي او زمونږ هیواد یې د نشت پر پوله ودرولی دی. يه تیرو اوو کلونو کې د «نړیوالی ټولنې» په شتون کې، د روږدو شمیره یو نیم میلیون تنو رسیدلی، ۷۵٪ خلک په بیوزلۍ کې ژوند کوي او په دې وروستیو کې دولتي چارواکو اعلان وکړ چې ۴ میلیونه نور کسان به هم د بیوزلو په کتار کې ورډیر شي، نژدې ۵ میلیونه انسانان بیکاره دي، د ماشوم پلورنی «بازار» د پراختیا په لور درومي، یوازې ۰،۱۵ ٪ ځوانان لوړو زده کړو ته لاسرسی لري، افغانستان د نشه ای توکو پخلنځی دی او دا وخت د نړۍ ۹۳٪ نشه ای توکي تولیدوي، یوازې ۶٪ وګړي بريښنا لري، هره ورځ په منځني توګه ۶۵ میندی د امیدوارۍ پر مهال مري، ۱۳۲ ولسوالیو کې امنیت نشته، د «نړیوالې ټولنې» دولت یوازې په ۸۲ ولسوالیو کې سمبولیک حضور لري، د «نړیوالی ټولنی» او د ګاونډي هیوادونو د جاسوسانو کړۍ پراخیږي، د هیواد اقتصاد د څو کورنیو په منګلو کې ښکیلیږي، ۷۰۰۰۰۰ ماشومان د ښوونځي مخ لیدلی نشي، په هر دوو ساعتونو کې یو افغان مري، د دولت ۴۰۰۰۰۰ کارکونکي په میاشت کې ۳۰۰۰ افغانۍ عاید لري، په داسې حال کې چې دولتي لوړپوړي چارواکي څو چنده معاش تر لاسه کوي، طبقاتي تفاوت مخ په ډیریدو دی، د هر وژل شوي افغان د وینې بیه ۲۰۰۰ ډالره اټکل شوی ده، افغانان لا د نړیوالو کډوالو ۲۳% جوړوي، ۵۰٪ میرمنې د تاوتریخوالی سره مخ دي، ۸۰٪ وګړی بی سواده دي، انتحاری حملې په ډیریدو دي، قومي، ژبني او ملیتي اختلافونو ته لمن وهل کیږي، د جنایتکارانو کړۍ بشپړیږي، زمونږ هیواد د ترموباریک او ګنګوري او تش شوی یورانیم په آزمایښتځی بدل شوی او...
د دې ناورینونو څخه دا پایله لاسته راځي چې «نړیواله ټولنه» هماغه خونړی امپریالیزم دی چې زموږ هیواد یې په خپلې مستعمری بدل کړی او د نړیوالو اقتصادي ټولنو د سیاستونو له لارې زمونږ خلک استثماروي او د خپلو امپریالیستی مقصدونو لپاره زمونږ د بی ګناه خلکو وینه پر ځمکه تویوي. «نړيواله ټولنه» زمونږ د ولس دوستان نه، بلکې دښمنان دي

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر